غبدالله: دبیین الافغناني کذاکراتو مهم ټکی به اوربند وي
د ملي مصالحې عالي شورا ریيس، ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني مذاکراتو مهم ټکی به اوربند وي
نوموړي په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو پيلېدو پر وړاندې وروستی خنډ چې د بندیانو خلاصون وو لرې شوی دی.
اسیايي بانک افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کوي
د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان روغتیا برخې سره له ۲۳ میلیون ډالرو ډېره مرسته کوي. د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې دغه مرسته افغانستان کې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره کیږي.
د خوست عالمانو له اسلامي هیوادونو افغان سوله کې د مرستې غوښتنه وکړه
د خوست دیني عالمانو اسلامي هېوادونه مکلف وبلل چې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شته اختلاف په مقابل کې مداخله وکړي څو له امله یې په افغانستان کې دایمي سوله راشي.
نبیل: د ای ایس ای مشر ملا برادر سره د یوه زنداني په توګه لیدل کړي
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په ټويټر لیکلی، اوس که طالبان غواړي له برم او عزمته د ډک افغانستان غرور لا زیات تر پښو لاندې نهشي نو سولې افغاني طرحه دې وړاندې کړي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خوست ته تللی
د ملي امنیت شورا وایي، هغه د ښه حکومتدارۍ او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته سفر کړی دی.
نیمروز کې لس ټنه نشه یي توکي وسوځول شول
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو نږدې لس زره کیلوګرامه هغه نشه يي مواد وسوځول چې د تېر یوه کال په بهير کې یې نیولي وو.
پتمن: د خوست امنيت د نورو ولايتونو په پرتله ښه دى
د خوست والي صديق پتمن د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره په ليدنه کې ويلي چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي ډيره دي او خلک هم له خپلو ځواکونو سره همکاري کوي.
ننګرهار کې پنځلس وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت مقام وايي چې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند سرکوټ او ضابط کلا سيمو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او توپچي بريدونو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپيان دي.
څیړنه: د طالبانو ۶۰ سلنه خوشې شوي بندیان بیرته د جګړې ډګر ته ورغلي
د فارن پالیسۍ رسنۍ د شمالي ایرلینډ د یوې څیړنې له مخې راپور ورکړی چې دغو طالبانو د خوشې کیدو پر مهال د هغه ژمنې سرغړونه کړې چې بیا به جګړې ته نه ځي.
پوليسو کابل کې د دوو چاودنو مخه ونيوله
د کابل پوليس وايي چې منسوبينو يې د کابل ښار د لومړې حوزې اړوند د جوي شير په سيمه کې دوه چسپکي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د هرات پشتون زرغون ولسوالۍ کې ٢٥ طالبان وژل شوي
د ملې دفاع وزارت وايي چې وسله وال طالبان په يادې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د بريدونو لپاره راټول شوي وو، چې تر بريدونو لاندې راغلل، ٢٥ تنه يې ووژل شول او اته يې ټپيان شوي
ملا برادر له پاکستانه قطر ته ورسيد.
د طالبانو دقطر دفتر وياند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي چې ملا برادر او ورسره پلاوي يې قطر ته رارسیدلي دي او هڅې روانې دي چې ځینې تخنیکي ستونزې حل او د خبرو د پیل نیټه اعلان شي.
چين د بين الافغاني مذاکراتو پر احتمالي پيليدو خوښي څرګنده کړه
په کابل کې د چين سفير او پخواني ولسمشر حامد کرزي د بين الافغاني مذاکراتو د پيل پر مراسمو او وروستيو اقداماتو خبرې کړې دي.
د ملي مصالحې شورا غړې له يوې چاودنې روغ ووتله
د ملي مصالحې شورا غړې او د پکتيا د والي مرستيالې زهرا مطهري په ګرديز کې له يوې چاودنې روغ وتلې ده.